د روزگان والي عنایت الله شجاع وايي، د اسټرالیا د جنگي جنایتونو خبریالې او متخصصې ټاکټر مېشل جاسمین سره یې لیدلي او په دغه ولایت کې یې د اسټرالیايي عسکرو د جنگي جنایتونو د څېړنو غوښتنه ورنه کړې ده.
د روزگان له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ټاکټر مېشل جاسمین د خپل سفر په اړه معلومات له والي سره شریک کړي، چې د سفر موخه یې په دغه ولایت کې د امریکايي او اسټرالیايي یرغلگرو عسکرو له لوري د شوو وحشتونو څېړنه ده.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي شجاع له قوله ویل شوي، چې د روزگان ځايي اداره له نوموړې سره هر راز همکارۍ ته چمتو ده.:« د شل کلن یرغل پر مهال د یرغلگرو عسکرو له لوري په زرگونه بې‌گناه وگړي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، شهیدان شوي، نو پکار ده چې رڼه څېړنه یې وشي.»
د روزگان والي له اسټرالیايي خبریالې غوښتي، چې د افغانستان روښانه او مثبت انځور نړۍ ته وړاندې کړي او نړۍ دې هم افغانستان د دې هېواد د دُښمنانونو له عینکو نه گوري او د افغانستان رښتینی حقیقت دې درک کړي.
د امریکايي یرغل پر مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امریکايي، اسټرالیايي، برېتانوي، کاناډايي، جرمني او نورو یرغلگرو عسکرو له لوري زرگونه جنگي جنایتونه شوي دي؛ خو له بده‌مرغه تر اوسه دغه جنگي جنایتونه پټ پاتې شوي او څېړل شوي نه دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version