د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «کتائب القسام» پر صهیونیستي پوځيانو د تېرې شپې د بریدونو جزئیات خپاره کړل، چې له امله یې صهیونیستي پوځ ته د درنې مرګژوبلې اوښتو سربېره یو شمېر پوځیان ورک شوي دي.
کتائب القسام ویلي، چې صهیونیستي پوځ د خانیونس، الصبره او الزیتون سیمو کې له څلورو پرلهپسې کمینونو سره مخ شوی، چې په پایله کې یې یو پوځي وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال صهیونیستي رسنیو په دغو عملیاتو کې د څلورو پوځیانو د ژوندي ورکېدو خبر ورکړی، چې اټکل کېږي د قسام ځواکونو به ژوندي نیولي وي.
صهیونیستي رسنیو دا پېښه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې تر ټولو درنه امنیتي ضربه بللې.
تسنیم ایراني رسنۍ، راپور ورکړی چې صهیونیستي پوځ د اسیر کېدو د مخنیوي لپاره، نورو پوځیانو ته اجازه ورکړې، چې احتمالي اسیر کېدونکي پوځیان ووژني.
د کتائب القسام ویاند، ابو عبیده په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې د غزې ښار د نیولو پرېکړه به صهیونیستې پوځ ته په درنه بیه تمام شي او یاد رژیم به یې د زغم توان ونهلري.
نوموړي ویلي، چې ځواکونه یې د دغې طرحې د مخنیوي لپاره په بشپړ تیارسئ حالت کې دي.