د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په یوه مرکه کې ویلي، چې د بوشهر پر اټومي بټۍ برید سره به نه یوازې ایران او قطر بلکې ټوله سیمه به اغېزمنه شي.

هغه زیاته کړې: «د بوشهر پر اټومي بټۍ د برید په صورت کې، چې یاده بټۍ دوحې ته نږدې پرته ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې اوبه په بشپړه توګه په راډیو اکټیف موادو ککړې کړي او کېدای شي، قطر په درېیو ورځو کې د خپلو اوبو زېرمې له لاسه ورکړي. موږ د خپل هېواد د اوبو د زېرمو ظرفیت لوړ کړی دی؛ خو حقیقت دا دی، چې له داسې پېښې سره به قطر، کوېټ او امارات اغېزمن شي او خپلو خلکو ته به د اوبو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډیپلوماټیکې حل لارې موندل اړین بللي او ټینګار یې کړی، چې قطر د هر ډول پوځي اقدام ملاتړ نه کوي.

هغه وړاندې ویلي: «زه فکر کوم چې موږ باید دواړه اړخونه خبرو ته کېنوو او که هرڅه د نړۍوالو معیارونو سره سم ترسره شي، زه هیڅ کوم لامل نه وینم، چې هوکړې ته ونه رسېږي.»

دغه قطري لوړپوړي چارواکی د ایران پر وړاندې د پراخو بندیزونو په اړه ویلي، بندیزونو په ټولیز ډول عامه خلکو ته تاوان رسولی دی او د مهمو مسئلو په حل کې یې پایله نه ده ورکړې.

د قطر لومړی وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و، چې د ایران د اټومي مسئلې په اړه خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې دي او دغه ستونزه به یا د خبرو اترو او یا هم د پوځي اقدام له لارې هواره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version