د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ؛ د اوبو او انرژۍ او ټولګټو وزارتونو مرستیالانو، د ملي تدارکاتو لوی رییس، د چارو ادارې د مرستیال، د ملي پراختیا شرکت د رییس او د اړوندو ادارو د یوشمېر کارپوهانو او سلاکارانو په شتون کې د قوشتېپې کانال دلومړي فاز (دوهم لاټ) د ډیزاین او ودانیو جوړولو د قرارداد د بیاکتنې، ارزونې او لاسلیک په موخه غونډه جوړه شوه.
کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې ټاکل شوې، په بلخ ولایت کې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز د ډیزاین او ودانیو جوړولو قرارداد د څه باندې ۵.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د قرارداد تر لاسلیک وروسته د درېیو کلونو په موده کې د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شي.
د قوشتېپې د اوبو لګولو کانال، چې د جوړولو چارې یې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان اسلامي امارت د بيا واکمنۍ راوروسته پیل شوې، د هېواد په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده، ياد کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۵۲ متره سور او له ۸ نيولې تر ۱۲ متره پورې ژوروالی لري.
د قوشتپې کانال د لومړي فاز ( دوهم لاټ) د ډیزاین او جوړولو چارې به د ملي پراختیایي شرکت له خوا د بیاکتنې او تدارکاتي بهير له بشپړېدو وروسته پیل شي.