لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو اووه شبکې جوړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د اوبو دغه شبکې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې یا یونیسف له لوری په تېر یوه کال کې جوړې شوي او د اوو نورو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل وايي، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې د تېرکال په ترڅ کې د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړې او ګتې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

نایب‌خېل زیاته کړه، د دغه شبکو له پرانیستې وروسته په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۲زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version