د پنجشېر د والي ویاند، سیف‌الدین لټون رسنیو ته ويلي، چې د «الیګ» په نوم د قېمتي ډبرو يو روسي سوداګر او پانګوال پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکيم سره په کتنه کې د د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو پر شپږو کانونو د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې چې دا طرحه د پنجشېر د والي حافظ محمداغا له لوري تأیید شوې ده.

د ښاغلي لټون په وينا، چې یاد روسي سوداګر ته له هر ډول مشروع او قانوني پانګونې څخه د ملاتړ او د زمینې برابرولو لپاره د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version