د لبنان پوځ مشر جنرال، رودولف هیکل د خپل بریتانوي سیال په رسمي بلنه لندن ته سفر کړی.
د لبنان پوځ ویلي، چې نوموړي دې سفر کې له بریتانوي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو پراختیا او د لبنان پوځ د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.
هیکل د بریتانیا له دوامداره پوځي او تخنیکي ملاتړ څخه مننه کړې او له بریتانوي لوړپوړو چارواکو سره یې د لبنان د امنیت، د پولو ساتنې، د پوځ ننګونو او په لبنان کې د تلپاتې اوربند رامنځته کولو پر لارو چارو هم بحث کړی دی.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله او صهیونیستي رژیم د جګړو له امله وضعیت تر بل هر وخت کړکېچن شوی دی.


