د لندن وروستۍ ناسته چې په ظاهري بڼه د ښځو په نوم د یو استخباراتي بنسټ تر پوښښ لاندې او د نشه‌يي توکو د مشهورې قاچاقبرې فوزیه کوفي په مشرۍ جوړه شوې، په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی‌ایس‌آی د هغې لړۍ دویم پړاو دی چې لومړی پړاو ناسته یې په اسلام‌ آباد کې ترسره شوې وه. په لومړۍ ناسته کې یاد ګډونوال په دیارلس زره پاکستانۍ کلدارو او یو جوړ کالیو تېر ایستل شوي وو.

دا ځل هم د پاکستان له خوا د دویمې ناستې د ټولو لګښتونو ورکړه او د اجنډا تنظیم دا ثابتوي چې د افغان حکومت اوسني مخالفین د ډېرې لږې ګټې په بدل کې د افغانستان د ګټو د ساتونکو پر ځای د راولپنډۍ د ګټو په خوندي کوونکو اجیرانو بدل شوي. دا چې ناسته له اسلام ‌اباد څخه لندن ته لېږدول شوې، یوازې د لوړو امنیتي خطرونو له وېرې نه ده، بلکې هدف یې دا هم دی چې د پاکستان لاسوهنې ته «مدني» رنګ ورکړي او د خپلو لاسپوڅو څېرو اصلي هویت پټ کړي.

په دې غونډه کې د شاوخوا ۴۰ تنو ګډونوالو ترکیب، چې پکې د کورنیو جګړو او پرځېدلي جمهوریت پخواني مفسدین او قراردادیان شامل دي، دا ښيي چې پاکستان یو ځل بیا د خپلو زړو او ازمویل شویو مهرو په راټولولو بوخت دی. د ځینو باخبره څېرو له خوا د دې ناستې د بلنې ردولو دا حقیقت په ډاګه کړ چې د دغې غونډې تر شا یوازې استخباراتي انجنیري روانه ده. پاکستان هېڅکله د افغانستان دوست نه و او نه به وي؛ دوی یوازې له دغو افغان‌نما څېرو څخه د یوې ابزاري وسیلې په توګه کار اخلي، ترڅو په افغانستان کې د نويو قومي ناندریو اور ته لمن ووهي.

د تعجب ځای دا دی چې دغه ډله د «افغانستان ژغورنې» نعرې وهي، خو تمویل او لارښوونه له هغه ادرسه اخلي چې د تېرو ۴۵ کلونو په جګړو، د بنسټونو په ورانولو او د افغانانو په وژلو کې لومړۍ درجه تورن دی. دا چې پاکستان اوس پر افغانستان د فشار لپاره له دغو مفسدو څېرو ګټه اخلي، دا په ډاګه کوي چې دغه مخالفین نه د ولس په درد دردمن دي او نه هم کومه ملي تګلاره لري، بلکې یوازې د پيسو او امکاناتو په بدل کې د آی‌ایس‌آی د شومو پلانونو تطبیق کوونکي دي. دوی د هغو پروژو مدافعین او فعالان دي چې هدف یې د افغانستان د اوبو د بندونو، کانونو او لویو ترانزیټي لارو سبوتاژ کول او د هېواد د استقلال له منځه وړل دي.

د افغانستان ملت باید هوښیار وي چې دا څېرې په لندن کې د «سیاسي حللارو» په نوم د هېواد د تجزیې او نوي بحران تخمونه شیندي. هغه رسنۍ او افراد چې د پاکستان په مالي ملاتړ په بهر کې فعالیت کوي، هڅه کوي چې د عامه ذهنیت په منحرف کولو سره یو ځل بیا د کورنۍ جګړې ناکامه سناریو تکرار کړي. تاریخ په تېرو څو لسیزو کې ثابته کړې، هر هغه چا چې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو په غېږ کې پناه اخیستې، په پای کې یې د هېواد او ملت د پلورلو په بیه شخصي معامله کړې ده.

د لندن وروستۍ ناسته د افغانانو لپاره یوه بله ستره ازموینه هم ده چې د خپلو رښتینو دوستانو او دښمنانو ترمنځ توپیر وکړي. د دې ناستې ګډونوال که هر څومره رنګین شعارونه ورکړي، خو د «اسلام ‌اباد» توری یې پر تندي لیکل شوی، د پاکستان ننګینې ګټې ور پورې تړلې دي او د افغان ملت په وړاندې یې د اعتماد وړتیا په بشپړ ډول له لاسه ورکړې ده. افغانستان داسې باجرأته او ملي شخصیتونو ته اړتیا لري چې د پاکستان د استخباراتي دامونو بلنې رد کړي او پرې نږدي چې د افغانانو سپېڅلی نوم او برخلیک د پردیو هېوادونو د شومو او استخباراتي اهدافو لپاره قرباني شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version