د هېواد سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل یوه موضوع حل شوه.

یاده قضيه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په دقت څېړل شوې؛ ورپسې د ابتدائيه محکمې رئيس د مقتول کورنۍ بخښنې ته وهڅولې چې له ډېرو هڅو وروسته د مقتول کورنۍ بخښنې ته غاړه ايښې.

د خبرپاڼې پر دوام راغلي، چې یاده موضوع د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځايي اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې رسما حل او د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د یادې محکمې د سیمه‌ییزو مسؤولینو په هڅو بدخشان ولایت کې هم د دوه قومونو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version