واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په هېواد کې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر ماتې خوړلو پوځي او سیاسي چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې تر بېلابېلو نومونو لاندې د خپلو شخصي ګټو او له نړۍوالو استخباراتي ارګانونو څخه د پیسو د ترلاسه کولو په موخه بېلابېلې خیالي ډلې او ټپلې رامنځ ته کړې او د سرپرست حکومت په وړاندې یې د تودې جګړې ټټر وټکاوه.
له یادو ډلو څخه یوې ډلې د «متحدي جبهې» په نوم، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان سمیع سادات تر مشرۍ لاندې خپل موجودیت اعلان کړ او د سرپرست حکومت په وړاندې یې د چریکي او اُپراتیفي جګړې خبرداری ورکړ.
د یادي جبهې د پرانیستې په مراسمو کې د جبهې مشر سمیع سادات ګوت څنډنه وکړه چې د طالبانو په وړاندې یې یو ځل بیا له خپلو ماتې خوړلو جنګیالیو سره سنګر نیولی او په خبره یې «موږ د متحدي جبهې په نوم سیاسي حرکت پیل کړ، تر څو په افغانستان کې د حکومت د سمون لپاره خپل هوډ څرګند کړو. که ممکنه وي، اجازه راکړئ چې دا حکومت د خبرو اترو له لارې په سولهییز ډول تنظیم شي. اجازه راکړئ چې طالبان په ټاکنو کې برخه واخلي، خو که دوی د ټاکنو ترسره کېدو ته اجازه ورنهکړي، په وړاندې به یې وسلواله مبارزه وروستی انتخاب او آفشن وي».
د غونډې په پای کې نوموړي په یو ویډیویي کلیپ کې له خپلو مجازي جنګیالیو وغوښتل، تر څو په دوامداره توګه سپورټونه وکړي او له اختر وروسته یوې نوي تودې جګړې ته وړاندې شي؛ په وینا یې «موږ اخته یو ترتیب برابروو، ځانونه محکم کړﺉ، سپورټونه وکړﺉ چې لخیره سره وطن آزاد کړو».
د سادات دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه د خلکو د رشخند سبب وګرځېدې او په بېلابېلو طنزیه ویډیوګانو کې استفاده شوې.
خبره دا ده چې د سمیع سادات هڅې او منډې، ترړې ولې په دې وروستیو کې ورځ تر بلې کمزورې او ناکامې ګڼل کېږي!؟ په داسې حال کې چې د نوموړي د جبهې ماتې خوړلي سپورټي جنګیالي د څلورو کلنو په تېرېدو سره لا هم د سادات ترتیبونو ته په تمه دي.
له هغه ورځې وروسته چې سناتور مایک والټز د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ډونالډ ټرمپ له خوا ټاکل شوی و او سمیع سادات د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې نوموړي ته هیله څرګنده کړې وه، تر څو د افغانستان په بیا نیولو او جګړه کې مرسته ورسره وکړي؛ داسې معلومیږي چې د مایک والټز له خوا په کلکه او قاطع ډول سره منفي ځواب ورکړل شوی دی، ځکه خو د سادات ناهیلي په متواتر ډول رشد کوي او د جبهې غړي یې دې نتیجې ته رسېدلي، چې د سپورټونو او ځانونو محکم کولو سپارښتنه هسې د وخت ضیاع او د سادات له خوا د دوی تېر ایستل وفهموي.
دوی په دې نظر دي چې د سمیع سادات په مشرۍ پیل شوې متحده جبهه هېڅ سیمه ییز، نړيوال او د هېواد په داخل کې ولسي ملاتړ نه لري او په وینا یې د سرپرست حکومت په وړاندې وسلواله مبارزه هېڅ ستونزه نشي دوا کولای، هغه څه چې سمیع سادات هم ترې لاس په سر ښکاري.
که څه هم سمیع سادات وخت ناوخت د اختر په پیغامونو، بېلابېلو موضوعاتو او له هیواد بهر د افغانانو د خوښیو په مراسمو کې ظاهراً د سرپرست حکومت په وړاندې د خپل خیالي غورځنګ د قوت او د سرپرست حکومت د له منځه وړلو ادعاوې کوي، خو دم ګړی د نوموړي له چوپ پاتې کېدو جوتیږي چې هغه نور د مایوسۍ او رواني بې ثباتۍ له کبله خپل عادي ژوند ته ورګرځېدلی دی او جبهه یې د منحل کېدو په ګړنګ ولاړه ده.
حکومتي چارواکو، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او سیاسي شنونکو لا له وړاندې هغه ادعاوې او شعارونه تبلیغات او بې بنسټه ګڼلي وو کوم چې د یادو جبهو لخوا په رسنیو کې خپاره شوي دي؛ سیاسي شنونکي همدا راز د سمیع سادات خاموش پاتې کېدل د اوسني وضعیت یا راتلونکي بدلون لپاره غوره شوې خاموشي ګڼي او په وینا یې امکان لري چې نوموړی د امنیتي یا سیاسي خطر له امله غلی پاتې شوی وي.
په دې وروستیو کې سمیع سادات په فیسبوک او ایکس پاڼه کې هم له خپلو ګډوډو دریځونو، هغه چې پخوا به یې هېواد ته د راګرځېدو شعارونه، په ټولنیزو رسنیو کې د ځان مطرح کولو ډنډورې او د خطر زنګونه پکې وهل، هم پر شا شوی دی، په همدې اساس ویلی شو چې د متحدي جبهې د جنګیالیو شکمن کېدل پر ځای دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.