په دې وروستیو کې د افغانستان ځینو ګاونډیو هېوادونو په بهر کې مېشتو خپلو پخوانیو افغان مهرو او څهرو ته بیا پام اړولی او هڅه کوي چې پر دوی بیا پانګونه پیل کړي او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندیتوب او د خپلو شومو موخو د پر مخ بیولو لپاره وکاروي. په پاکستان کې د پرځېدلي جمهوریت سفیر نجیب الله علي خېل هم دا خبره تائید کړې او ویلي یې دي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې دا تحرک افغانستان ته د خلیلزاد او امریکايي پلاوي له راتګ وروسته رامنځ ته شوی دی. د هغه په خبره، دغو ګاونډیو هېوادونو خپلو تېرو کارول شویو مهرو ته پام اړولی او دوی هڅوي چې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په صحنه کې و اوسي.
که څه هم دغو تېرو معامله ګرو څهرو په تېر کې په یوه او بل نوم د ګاونډیو او نورو پردیو هېوادونو ګټې خوندي کړي، د هغوی په فرمایش او اشاره یې هر کار کړی او ځان یې ورته ښه ثابت کړی، آن د دوی د خوښۍ، رضایت او خوشحالۍ لپاره یې افغانستان د اور په تبۍ درولی و، د زرګونو بې ګناه انسانانو وینې یې تویې کړي، عامه تأسیسات یې ورته وران کړي، افغانستان یې لوټه، لوټه کړی او دغه لوی هېواد او متحد ملت یې څو ځله د تجزیې پر پوله درولی و، خو پوښتنه دا ده چې ایا دوی به بیا هم وکولی شي چې افغانستان د پردیو په اشاره هماغه وضعیت ته بوځي؟ که یې بوځي احتمالي سناریوګانې به څه وي؟ ایا افغانان به د دغه کار اجازه ورکړي؟
لومړی خو اوسنی وضعیت نه د شل کاله مخکني حالت په څېر دی او نه هم د نوییمو لسیزو په څېر؛ په دې دواړو وختونو کې همدې تورو او تکراري څهرو افغان ولس تر مرۍ راونیو او د پردیو پروژو او ګټو لپاره یې قرباني کړ. هغوی هغه مهال ځانونه د قومي، سمتي، ژبني او مذهبي قوماندانو او قهرمانانو په نوم پر خلکو تپلي وو او په دې ډول یې له یوې خوا ځانونه د دوی مدافعین او خواخوږي معرفي کول او له بلې خوا یې د همدې ولس وینې څښلې او زبېښلي. مګر اوس له یوې خوا هغه کسان په ولس، قوم او خلکو کې تر ټولو متنفر او رټل شوي کسان دي، هېڅوک پرې د یوه وېښته اندازه باور نه کوي او خلک په هېڅ صورت دې ته چمتو نه دي چې له هغوی سره ودرېږي او یا یې ملاتړ وکړي.
بل خوا، افغانستان اوس منظم پوځ، منظم اداري جوړښت، پیاوړي استخبارات، قوي ولسي ريښې، اسلام دوسته، ولس دوسته او وطن دوسته مسؤلین او مشران لري، چې د دې وطن، ولس او خاورې د هر ارزښت او هرې لوېشتې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او دا یې په تېر کې هم ثابته کړې ده. بله مهمه خبره دا ده، چې اوس د افغانستان د اوسني او مسؤل حکومت هم داخلي او هم بهرنۍ پالیسي د لمر په څېر روښانه ده، په کور دننه د خلکو ارامي، سوکالي، د هېواد ابادي او د ولس امنیت او رضایت او په بهرنۍ کچه ورته له ټولو سره پر متقابل احترام، دوه اړخیزو ګټو او یو او بل ته د ضرر نه رسولو پر اساس ولاړ اصل لومړیتوب دی.
ګاونډیان اوس په دې ښه پوه هم دي او باید پوه وي، چې د افغانستان د ولس او خلکو په استازولۍ اوس یوازې دلته حاکم مسؤل حکومت له هر چا سره د اړیکو او تعامل مسؤلیت پر غاړه لري، همدا یوازینی ادرس دی چې هر څوک کولی شي ورته مراجعه وکړي. له دې پرته د نورو دروازې ټکول او د تېرو ناکامو او ترخو تجربو تکرار به پر افغانستان سربېره، د دوی لپاره هم ناوړه پایلې ولري او د دوی له خوا دا ډول ناسنجیده کړنې به دوی د افغان ولس له ابدي کرکې او دښمنۍ سره مخ کړي، چې دغه څه په دې لنډه موده کې ثابته شوې هم ده. نو ښه دا ده چې له افغانستان سره په اړیکو او د افغانستان په اړه د پالیسیو د غوراوي په برخه کې پورته اصلونه په پام کې ونیول شي او همدغو اصولي لارو او چینلونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.