د مخابراتو معلوماتي ټکنالوژۍ او د لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ په ښوونیزه برخه کې د اسانتیاوو لپاره څلور بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د مخابراتو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې هوکړه‌لیکونو له مخې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره د دولتي محصلانو، خصوصي پوهنتونونو محصلانو، ترفېع او ارتقا او د تالیف او ژباړې لپاره عصري سیستمونه جوړوي.

په خبرپاڼه کې د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد حامد حسیب له قوله ویل شوي، چې د اوسني عصر د اړتیا له مخې تعلیمي او تحصیلي بنسټونه باید په ټکنالوېۍ سمبال وي تر څو هم وزارت ته اسانتیا برابره شي او هم محصلان وکولی شي له خپلو سیمو خپلو علمي سندونو ته لاسرسی ولري چې له یوه لوري به د وخت د ضیاع مخنیوی شوی وي او له بل لوري به دا پروسه اقتصادي هم راغلي وي.:«د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره د یادو هوکړه‌لیکونو د لاسلیکولو وروسته به د هېواد په کچه دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې، تالیف، ترجمې او د ترفېع او ارتقاء په برخو کې یو شمېر اسانتیاوې راشي او په دې سره به وکولی شو هم د شفافیت لپاره کار وکړو او هم به وتوانېږو کم وخت کې ډېرو خلکو لپاره خدمات وړاندې کړو.»

په خبرپاڼه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د چارسمبالي وزیر نجیب الله حقاني له قوله ویل شوي، چې یاد وزارت هڅه کوي څو په هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او په همدې موخه یې په وزارت د هېواد مخکښ کادرونه په دندو گمارلي، چې اوسمهال ډېری ادارو ته د سیستمونو په جوړولو بوخت دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیستم جوړونې لوی ریاست د هېواد په کچه د ټولو دولتي ارگانونو ته د سیستمونو د جوړونې مسوولیت لري چې تر دې دمه یې د هېواد گڼو دولتي برخو ته ۲۳ مختلف سیستمونه جوړ کړي او همدا راز د ټولو دولتي ادارو د سیستمونو ارزونه یې هم کړې تر څو معلومه شې چې هېواد کې په کوم شمېر سیستمونو جوړونې ته اړتیا شته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version