په تیرو څو کلونو کې د سرپرست حکومت مخالفو جبهو، په ځانګړې توګه د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې «مقاومت جبهې» د نړۍوال ملاتړ د جلب لپاره ګڼ شمېر سفرونه، سیاسي ملاقاتونه او لابي ګرۍ وکړې، خو تر ډیره دغه هڅې بې نتیجې پاتې شوې. نړۍوال شرارتونه له هغو خوځښتونو ملاتړ کوي، چې واضح جوړښت، رهبري او مشروعیت ولري، خو په مقاومت جبهه کې بیا یو پراګنده او له داخلي اختلافونو ډک جوړښت لیدل کېږي. د جبهې دننه بې اتفاقۍ، د مشرانو ترمنځ یې اختلافات او نه همغږي د دې لامل شوي چې بهر ته په یو واضح او واحد موقف وړاندې نشي. په قومي، سمتي او ژبنيو تعصباتو کې له ښکېلو خلکو سره د نړۍ تعامل بعیده او لیرې خبره ده، د دوی هره لیدنه/کتنه یواځې عکسونه، خبرونه او احساساتي اعلامیې دي.
بل خوا ته نړۍوال قدرتونه د خپلو ګټو له مخې پرېکړې کوي. دوی سرپرست حکومت د افغانستان د فعلي حاکم واقعیت په توګه ګڼي، اکثریت ورسره تعامل کوي او ځینې کوښښ کوي، چې دوی ته نږدې شي. افغانستان اوس هره اونۍ د نویو تعاملاتو کوربه وي، رسمي بلنې ورځ تر بلې زور اخلي، نړۍوال بانک د پورونو اداینې ته ټټر وهي، نړۍوالې مرستې په نورمال ډول تر ولسونو رسیږي، د میلیونونو ډالرو په ارزښت پروژې افتتاح او تر کار لاندې دي، امنیت تأمین دی او د هر ډول ګډوډیو مخه نیول شوې ده، دا ټول کارونه د رامنځ ته شوي باور په نتیجه کې ترسره کېږي؛ برعکس مخالفین بیا په ښکته موقف کې قرار لري، د دوی بایللی باور او حیثیت تر یوه شړیدلي شعار لاندې په منزوي او يګانه ګي سفرونو نه ترلاسه کېږي.
اوس مهال د مقاومت جبهې هسته د پاشل کېدو په حال کې ده. لومړی، احمد مسعود چې د خپل پلار له میراث او نوم استفاده کوي، یو کم عمره، په سیاست کې ناپخته او بې ثباته شخصیت لري، چې ورځ تر بلې یې د انزوا دايره لا نوره تنګیږي او خپل ملاتړي له لاسه ورکوي. ایران هېواد ته د احمد مسعود وروستی سفر هم له یو لړ نیوکو او حساسیتونو سره مخ شو، دا سفر له وړاندې هیڅ ډول وضاحت یا شفافیت نه درلود او د مقاومت پلویان نه پوهیدل چې دا لیدنه د کوم هدف لپاره ترسره شوې او څه پایله به ولري!؟ د احمد مسعود دا حرکت د یو سیاسي تضاد په توګه تعبیر شو، ځکه نوموړی تل ځان د سرپرست حکومت ضد جبهې استازی معرفي کوي، خو له هغه هېواد سره تماس نیسي چې له سرپرست حکومت سره ښه او عملي تعاملات لري. دا د سیاسي کمزورۍ او ستراتیژیک وضاحت د نشتوالي نښه ده.
دا تشریفاتي سفرونه دي، اکثراً یواځې د خبرو، کنفرانسونو او عکس اخیستلو لپاره دي، نه مشخص هدف لري او نه هم عملي پایله. د سرپرست حکومت مخالف مشران تر اوسه نه دي توانېدلي چې یو قوي، ملي او عملي بدیل وړاندې کړي. د دوی سفرونه یواځې د وخت تېرول او ځان ښودل دي، ځکه هم نړۍوالو ونه منل او هم یې د خلکو باور له لاسه ورکړ، د دې سفرونو تر شا صرف پردۍ ګټي دي، د دوی موقف دا نه ایجابوي، چې مستقل تعاملات دې ورسره وشي، دا ډول سفرونه ډیری د سیاسي حضور ښودلو لپاره وي، نه د ستراتیژیکو لاسته راوړنو لپاره؛ دا سفرونه د تشریفاتو او نمایش له چوکاټ نه وځي او نه به هم کوم عملي اقدام ته زمینه برابره کړي.
د سرپرست حکومت ثبات او استحکام مخالفینو ته ذهني ګډوډي، رواني بې ثباتي او فکري بې قراري پیدا کړې ده. احمد مسعود، چې پخوا یې هم په دې برخه کې تجربه لرل او ویل به یې چې له بهرنیانو څخه هیله لرل بې ځایه هڅه ده، اوس بیا د جبهې له سترګو په پټه ایران ته د کومې موخې لپاره سفر کوي!؟ دا سفرونه په خپل ځان عریضه نه ده!؟ داسې سفرونه په سیاسي لحاظ تېروتنه وه، ځکه ډیری هېوادونه دا مهال له سرپرست حکومت سره په ډیپلوماټیکه برخه کې په لوړه کچه تعاملات لري او د مخالفینو هڅې بې نتیجې کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.