د معروف غلامي په نوم مشهور قوماندان چې د اسماعیل خان نژدې کس ګڼل کېده، له شیراحمد ملداني سره تر لفظي شخړې وروسته د ایران په مشهد ښار کې د نوموړي وژل کېدو، یو ځل بیا دا حقیقت روښانه کړ چې د افغان حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ ژور اختلافات شتون لري. دا پېښه نه یوازې د مخالفینو د لیکو او صفونو بې‌ثباتي ښيي، بلکې د هغوی ترمنځ د یووالي، ګډ هدف او سیاسي اخلاقو نه شتون هم ترې ثابتېږي.

د افغانستان د حکومت مخالفې ډلې عموماً له لنډمهاله ائتلافونو، شخصي ګټو او قومي ــ سیاسي سیالیو څخه جوړې شوي دي. د یوې منسجمې فکري تګلارې او واحدې رهبرۍ نشتوالی، دغه ډلې د سیاسي اهدافو پر ځای په خپلو کې له خپل منځي شخړو سره مخ کړې، چې ځینې وختونه تر تاوتریخوالي او آن وژنو هم رسېږي.

په ایران او په ځانګړې توګه په مشهد ښار کې د دې کسانو شتون، دا ښيي چې ځینې هېوادونه په غیرمستقیم ډول ددې ډلو د تخریبي فعالیتونو په بستر بدل شوي دي. د دقیق نظارت نشتوالی او د افغان کډوالو ترمنځ د مالي سرچینو او نفوذ پر سر سیالیو، د خونړیو شخړو زمینه برابره کړې ده.

د مخالفینو ترمنځ دا تاوتریخوالی او وژنې، په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو امنیت له خطر سره مخ کوي. د افغانستان خلک د دغو صحنو په لیدو سره د ثبات او نظم په ارزښت لا نور هم پوهېږي.

هغه ډلې چې ځانونه د افغانستان د حکومت مخالفین بولي، نه یوازې دا چې یوه روښانه سیاسي برنامه نه لري، بلکې په تاوتریخوالي او غیر انساني کړنو سره د خلکو په ذهن کې خپل تصویر لا نور بدتره کوي. د غلامي وژنه د همدې سیاسي بې‌ اخلاقۍ یوه بېلګه ده.

په مقابل کې د افغانستان اوسنی حکومت له ټولو ننګونو سره، سره په دې توانېدلی چې اداري، امنیتي او خدماتي جوړښتونه وساتي. د هېواد دننه نسبي ثبات، د پولو کنټرول او د داخلي شخړو کمښت، دا ښيي چې حکومت د هغو مخالفو ډلو په پرتله چې آن د هېواد څخه بهر د ګډ ژوند توان نه لري، غوره عمل کړی.

د افغانستان خلک باید دې بدلونونو ته په عاقلانه سترګو وګوري. د اوسني حکومت ملاتړ، د نظم، قانون او د پېشبیني وړ ښه راتلونکې ملاتړ دی. په داسې حال کې چې له مخالفو ډلو سره یوځای کېدل، د تاوتریخوالي، بې‌ باورۍ او خیانت نړۍ ته د داخلېدو مانا لري.

له دې ډلو څخه ډېری هغه یې د بهرنیو هېوادونو تر نفوذ لاندې فعالیت کوي. د دوی هدف نه د اسلام خدمت دی او نه د افغانستان د خلکو هوساینه، بلکې یوازې د خپلو ګټو تأمینول غواړي. د مخالفینو ترمنځ دننه اختلافات د ولس د ستونزو په سر ندي، بکې اکثریت یې د بهرنیو سرچینو او سیاسي نفوذ له امله را پورته شوي.

افغانستان نن تر بل هر وخت ډېر یووالي ته اړتیا لري. خلک باید له تفرقې، تاوتریخوالي او بې‌ هدفه ډلو څخه ځانونه وژغوري او د اسلامي حکومت په ملاتړ سره د پرمختګ، امنیت او هوساینې زمینه برابره کړي. د مخالفینو دننه اختلافات، زموږ ټولو لپاره د خطر زنګ دی.

د مشهد پېښه یو واضح پیغام لري: د افغانستان خلک باید پوه شي چې د هېواد پرمختګ د تاوتریخوالي او بې‌هدفه مخالفت له لارې نه، بلکې یوازې د اوسني حکومت د ملاتړ، د قانوني چوکاټونو په داخل کې د ګډون او له افراطیت څخه په ډډه کولو سره ترلاسه کېدای شي، په دې سره کولای شو د راتلونکو نسلونو لپاره روښانه راتلونکې جوړه کړو.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version