د عمان سلطنت بادشاه هیثم بن طارق له لوري د میلاد النبي ﷺ په پار ۳۳ تنو افغان بندیانو ته عفوه شوې.
په یاد هیواد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد بندیان له بېلابېلو مودو راهیسې په عمان کې بندیان وو او ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي.
د افغانستان سفارت زیاته کړې، چې دا ډول اقدامات به د افغانستان او عمان ترمنځ د دوستانه او دوه اړخیزو اړیکو په لاپیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي.