د مراکش د علماوو شورا رئيس الحسن علي‌ بن‌ کتاني‌ پکتیکا کې د پاکستان د پوځي رژيم له لوري د بېګاني بريد په پايله کې د عامو وګړو د شهادت د ويډيو په خپرولو سره ويلي، پاکستان چې پر افغانستان کوم بریدونه کوي، دا یو ښکاره تېری او ستر جنایت دی ټول مسلمانان باید د دغه ظلم بندولو لپاره جدي اقدام وکړي.

ياده دې وي، چې تېره شپه پاکستاني پوځي رژيم د افغانستان پکتیکا ولایت کې پر ملکي کورونو بمبار وکړ، چې په پايله کې یې د کرکټ د ۸ لوبغاړو په ګډون يو شمېر کسان شهیدان او ټپيان شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version