د مزار شریف ښار ګڼ شمېر سوداګرو نن له ولایتي کمېټې سره چې د بلخ ولایت د علماوو د شوری د رئیس په مشرۍ جوړه شوې نقدي او د طبي توکو مرستې وکړې.
په شوې مرسته کې، ۳۵ زره امریکایي ډالر، ۵۰۰ زره افغانۍ او دغه راز د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت درمل شامل دي.
ځایي مسئولینو هندوکشغږ ته ویلي، چې د بلخ ولایت د کمېټې استازو د دغه ولایت د بېلابېلو اتحادیو له مسؤلینو سره کتلي او هغوی ورته د نورې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.