د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د معیارونو د پلي کېدو او ساختماني توکو د کیفیت د خوندي کولو په موخه یې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې د یوې ۲۵.۱۳۰ ټنه غیرمعیاري نبشي او ناودانۍ د وارداتي محمولې د داخلېدو مخه یې نیولې او بېرته یې مبدأ هېواد ته مسترده کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاده محموله له اړینو ارزونو او لابراتواري ازموینو وروسته د هېواد له نافذو معیارونو سره په ټکر کې تشخیص شوه، چې له همدې امله بازارونو ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی، چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول بهیر په شفاف، منظم او جدي ډول روان دی او د غیرمعیاري او بېکیفیته توکو د واردېدو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه شي.


