د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو تېره ورځ (دوشنبه) جنوبي پنجاب کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو برید کړی.
ځایي سرچینو ویلي، چې دې برید کې د پوځي رژیم یو شمېر عسکرو او ملاتړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بل خوا د پاکستان پوځي رژیم امنیتي سرچینو د برید پخلی کړی او ادعا یې کړې، چې پاکستاني طالبان یې په شا تمبولي دي.
له دې سره جوخت د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو دفتر خیبر پښتونخوا کې د تېرې شپې په نښتو کې د خپلو شپږو عسکرو هلاکت تائید کړی دی.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، هلاک شوي عسکر کومانډویان دي او جسدونه یې لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.
