د مقاومت جبهې مشران ټول هغه کسان دي چې په پخواني جمهوریت کې یې د سیمې او نړۍ د استخباراتي ادارو لپاره جاسوسي کول. د هېواد مهم او حساس معلومات او اطلاعات یې هره شېبه خپلو بهرنیو بادارانو ته لېږل، له دې لارې یې خپل ځانونه او کورنۍ بډایه کولې.

د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت سلاکار، ادریس ستانکزي په وروستیو افشاګریو کې څرګنده کړې چې د جمهوریت د دورې لوړ پوړو چارواکو په کورنۍ توګه بهرنیو هېوادونو ته جاسوسي کول. د کورنیو چارو وزارت امنیتي سلاکار ادریس ستانکزي له همایون دانشیار سره په یو بې سانسوره خپرونه کې د جمهوریت د دورې ډېر پټ رازونه افشاء کړي وو.

ستانکزي په دې مرکه کې د جمهوریت د ځینو لوړ پوړو چارواکو له لوري بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ موضوع روښانه کړې، خو هغه ویلي چې د قومي او ژبنيو تعصباتو له امله حکومت نشوای کولای د دې جاسوسۍ مخه ونیسي.

نوموړی زیاتوي چې د استخباراتو عمومي رئیس ورته ویلي: «د احمدشاه مسعود ورور ضیا مسعود او زوی یې له آی‌ ایس‌ آی سره کار کوي او ځانګړې پیسې ترلاسه کوي. موږ د دې موضوع په اړه اسناد او یادښتونه لرو او دغه کسان پلټل شوي هم دي.» ستانکزی زیاتوي «ما وویل، نو ولې یې نه بندي کوئ؟ دا کس له آی‌ ایس‌ آی سره په دومره لوړه سطحه کار کوي؟» د استخباراتو عمومي رئیس داسې ځواب ورکړی: «دا موضوع د قومي مسئلې په توګه مطرح کېږي او له ملي اتل(یعنې احمدشاه مسعود) سره تړاو لري، نو موږ نشو کولای چې په دې اړه اقدام وکړو.»

هو، د مقاومت جبهې هغه مشران چې په جمهوریت کې یې د بهرنیو استخباراتي ادارو لپاره کار کاوه، اوس هم هڅه کوي چې خپل پخوانی مسلک ژوندی وساتي او د هغوی د ګټو لپاره خدمت وکړي. هغه غونډې چې د مقاومت تښتېدلو رهبرانو په دې وروستیو میاشتو کې د آی‌ ایس‌ آی له چارواکو سره په تاجکستان او ترکیه کې ترسره کړې وې، د دوی خوش خدمتۍ او جاسوسۍ ته د لبیک ویلو ثبوت دی.

خو باید ووایو چې افغان ملت د دې استخباراتي مهرو رښتینې څهرې پېژندلې دي، هیڅکله نه پرېږدي چې د بهرنیو هېوادونو جاسوسان د دوی پر خاوره سوداګري وکړي. ځکه افغان ملت اوس په دې پوهېدلی چې د دریو کلونو او څو میاشتو وړاندې تحولات، تنها د یو بې‌ کفایته حکومت ماتې نه وه، بلکې د استخباراتي ادارو د ماتې او د لستوڼي د هغه مارانو ماتې وه چې هره شېبه د افغان ملت او هېواد د له منځه وړلو په هڅه کې وو.

اوس، هر ډول حرکت، خبرې او ادعاوې چې د دې ماتې خوړلو رهبرانو او په هغوی پورې تړلو ډلو له خوا مطرح کېږي، افغان ملت یې له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه د اخیستلو شویو خبرو او فرمایشونو په توګه پېژني او دې رهبرانو ته د بهرنیو استخباراتي ادارو د جاسوسانو په سترګه ګوري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version