د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال خسانوا سلیمژون او مل پلاوي سره کتلي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ازبکستاني پلاوي په هېواد کې د بشپړ امنیت او اقتصادي پرمختګ په اړه خوښي وښوده او د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا يې ټينګار وکړ.

د نوموړي په وینا، د ملي دفاع سرپرست وزیر په نړيوال سټيج کې د افغانستان په اړه د ازبکستان هېواد مثبت دریځ وستایه او د دوه اړخيزو اړيکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

ښاغلی خوارزمي زیاتوي، دواړو لوریو په دغه لیدنه کې د سرحدي همکاريو، د ښو اړیکو په درلودلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version