د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اېف) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله‌والو یې د بلوچستان ایالت رخشان، سوراب او دشت ولسوالیو کې پر پاکستاني عسکرو درې جلا-جلا بریدونه ترسره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو بریدونو کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي، ګڼ شمېر ټپيان شوي او مالي زیان هم ور اوښتی دی.

ویل شوي، بلوڅ بېلتون‌پالو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترې ترلاسه کړي دي.

پاکستاني چارواکو د تل په څېر د بلوڅ بېلتون‌پالو دې تازه ادعا ته هم غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version