د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو ویلي، د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د دوی پر چارو د پام وړ اغېز نهلري.
نوموړې دغه څرګندونې افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال کابل کې له یوې رسنۍ سره ځانګړې مرکه کې کړي.
ډیکارلو ویلي،چې د دوی ادارې پراخ ملاتړ لري او ملګري ملتونه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.
دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې امریکا تازه د ملګرو ملتونو له ګڼو سازمانونو سره خپلې اړیکې پای ته رسولې او خپلې بهرنۍ مرستې یې په پراخه کچه کمې کړې دي.
