د ايران تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، چې سعودي عربستان ویلي، چې د ایران پر ضد د هر ډول پوځي برید لپاره به اجازه ور نه کړي چې فضا او خاوره یې وکارول شي.
د سرچينې د راپور له مخې، د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په خبرو کې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د اختلافاتو د حل پر ډیالوګ ټینګار کړی دی.
راپور زياتوي، چې د ایران ولسمشر پزشکيان بيا ویلي، هېواد ته يې د امریکا ګواښونه یوازې د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
