د چين د دولتي ټلويزيون د پښتو څانګې د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د روسیې او چین استازو له افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي.

سرچينه وايي، په یاده ناسته کې د چین استازي فو کونګ ویلي، چې افغانستان دا مهال په یو حیاتي پړاو کې دی او نړیوالې ټولنې دې سملاسي د دغه هېواد د ودې، نشه‌يي توکو د کنټرول او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر لګښتونه برابر کړي.

نوموړي د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت غځولو ته په اشارې زیاته کړې چې، دا له دغه هېواده د ملګرو ملتونو د قوي ملاتړ ښودنه کوي.

سرچينه زياتوي چې، په دې ناسته کې د روسیې مرستیالې استازې انا یویستیګنیو ویلي، چې د یوناما او سرپرست حکومت ترمنځ همکاري اړینه ده.

د یادونې ده چې، په دې ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر يا يوناما ماموریت هم د یوه بل کال لپاره وغځول شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version