د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د روسیې پلازمېنې مسکو ته په يوه سفر تللی او هغلته یې د روسیې له ولسمشر پوتین سره لیدلي دي.

د سرچينې په خبره، دواړو لوريو په دې ليدنه کې د سوداګرۍ، اقتصاد او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د تاجکستان ولسمشر په رسمي سفر روسیې ته تللی او د شنبې په ورځ یې له پوتین او د بیلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره غیر رسمي لیدنې هم کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version