د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ ویلي، کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستاني رژیم د برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.

بېنېټ پر خپل اېکس د یوه پيغام په خپرولو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اوږدمهاله اوربند ټینګار کړی او د پاکستاني رژیم له خوا د ترسره شوي «جنایت» د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې د اوږدمهاله ثبات لپاره باید د نړیوالو قوانینو عملي کول او د ملکي وګړو خوندیتوب د ټولو خواوو لپاره لومړیتوب وي.

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو سازمان متخصصانو هم ویلي، چې پاکستاني رژیم له بشر حقونو ښکاره سر غړونه کړې، او د روږدو د درملنې پر روغتون د شوي برید د توجیه لپاره هیڅ راز شواهد نه لري.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version