• [ ] افغانستان:
    ۱_دايکندي کې د ۲۰ ښوونځیو د بيا رغونې چارې پيل شوې.

۲_نيپال کې سېلابونو او ځمکې ښويدنې ۱۵۰ کسان مړه کړي او ۶۰ نور ورک دي.

۳_افغاني سره مياشت د ۲۶ په زړه سوري ماشومانو وړيا درملنه کوي.

۴_د کندهار د امر بالمعروف او نهی‌ عن المنکر رياست څلور تنه مسلکي کوډګر نيولي.

۵_کندوز کې د سپین زر شرکت ټولو تولیدي برخو په فعالیت پیل کړی.

۶_ځانګړو ځواکونو د باميانو او کابل بريدونو کې لاس لرونکي د داعش ډلې مهم غړي نيولي.

۷_ترکمنستاني لوري سره د نورالجهاد سب‌سټېشن د پراختیا په اړه خبرې شوي.

۸_ډاکټر عبدالباري عمر: په کور د ننه د برېښنا پر تولید کار پیل شوی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د حزب الله په ځایناستي ګونګسې روانې دي.

۲_صهیونیستي اسرائیلو په یمن هم ناڅاپي برید وکړ.

۳_پر لبنان د اسرائيلو د بمبارد دوام؛ پرون يکشنبه شاخوا ۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

۴_اسرائيلو نن سهار غزه کې د درې ښوونځيو په بمبارد سره ۳۱ فلسطينيان شهيدان کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version