ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۹/۱۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_ټولګټو وزارت: د راتلونکي کال لپاره د پروژو د رغولو او پيلولو په اړه مشورتي ناسته وشوه.
  • [ ] سیمه:
    ۱_مودي: پاکستان تروريزم صادروي او د نړۍ په هرځای کې چې ترهګريز بريد کېږي ریښه یې په يو ډول نه يو ډول پاکستان ته رسېږي.

۲_د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د پالیسۍ مخالفت وکړ.

۳_خیبر ایجنسۍ کې د لشکر اسلام غورځنګ نښان ویشتونکو پر پاکستاني پوځیانو برید کړی.

۴_هندۍ ورځپاڼه سنډې ګارډين: له کابله د طالبانو باوري سرچينو د سراج الدين حقاني د استعفی راپورونه په کلکه رد کړل.

۴_باجوړ کې پر پاکستاني پولیسو د پاکستاني طالبانو برید؛ لس پولیس هلاک شول.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ایران لپاره دا بهتره ده چې له یمن څخه لرې واوسي او مداخله ونکړي.

۲_د القاعدې تنظیم پوځي څانګې په دوو جلا بریدونو کې ۱۷ تنو حکومتي ملېشو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

۳_په پام کې ده چې ټرمپ او پوتین سبا سه شنبه د اوکراین جګړې په اړه مخامخ خبرې وکړي.

۴_سوډاني ځواکونو خرطوم ښار کې مهمې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version