ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۹/۱۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د ملي دفاع وزارت اړوند بېلابېلو قول اردوګانو او فرقو څخه ۲۳۷۰ تنه نور منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

۲_د ننګرهار مرستيال والي: تورخم لار به نن ماسپښين يوه بجه د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.

۳_د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره کتلي.

۴_روان کال ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو ۲۰۱۰ عرادې نظامي وسايط او ۲۲۷ ميله وسلې ترمیم کړي.

۵_‏خوست کې د ۳۷ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

۶_ایرنا خبري اژانس: ایران ۱۴۹ افغان بندیان سرپرست حکومت ته سپارلي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_جيش العدل ډله: د ايران په سيستان او بلوچستان کې امنيتي وضعيت خراب دی، نوروز لمانځونکي سيلانيان دي احتياط وکړي.

۲_بلوڅ بېلتون پال: د دره بولان عمليات مو د سلګونه پاکستاني پوځيانو په وژلو سره پای ته ورسېدل.

۳_خیبر ایجنسۍ کې د لشکر اسلام غورځنګ نښان ویشتونکو پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

۴_د پاکستاني څېړونکو او خبريالانو يو پلاوی د يهودي تاريخ د زده کړې لپاره په پټه اسرائیل ته تللی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_بېړنی خبر: د يمن انصارالله ډلې د توغنديو پر مټ د اسرائيلو پلازمېنه تل ابيب په نښه کړی.

۲_شاوخوا ۴۰ زره اسرائيليانو په لاريونونو کې د غزې د جګړې او نتنياهو مخالفت کړی دی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د مصر د بهرنیو چارو وزارت: پر غزې تړانګې ترسره شوی وروستی برید په کلکو ټکو غندو.

۲_سومالیا کې د القاعدې تنظیم پوځي څانګې په دوو جلا بریدونو کې سومالیایي ملېشې او ایتوپیایي ځواکونه په نښه کړي.

۳_پوتين د اوکراين د انرژۍ په تاسيساتو د بريدونو بندولو په اړه د ټرمپ وړانديز ومانه.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version