الجزيرې خبري شبکې د خپلو سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان هېواد د ځينو څېړونکو او خبريالانو يوه پلاوي د اسرائيلو او يهودي تاريخ د زده کړې او په ځينو غونډو او سیمینارونو کې د ګډون لپاره تېره اوونۍ د اسرائيلو پلازمېنې تل ابيب ته په پټه توګه سفر کړی.

د سرچينې په وينا د ياد پلاوي سفر د يوه داسې اسرائیلي سازمان له لوري جوړ شوی وو چې موخه یې د اسرائیلو او اسيايي په تېره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړيکو جوړول دي.

سرچينه زياتوي چې په ياد پاکستاني لس کسيزه پلاوي کې دوه ښځې هم شاملې وې چې د اسرائیلي عسکرو د کلکو تدابيرو او محرم پاتې کېدو په شرط د مسجدالاقصی په ګډون يو شمېر نورو تاريخي ځايونو ته یې سفر کړی.

د پاکستاني پلاوی ترمنځ يوه خبريال قيصر عباس خپل هويت او سفر افشا کړی او اسرائيلو ته د پاکستاني پلاوي په پټه تګ تاييد کړی دی.

پاکستاني پلاوی داسې مهال اسرائيل ته په پټه سفر کوي او د يهودي تاريخ د زده کړې په کورسونو کې ګډون کوي چې پاکستان په ښکاره ځان د اسرائيلو دښمن معرفي کوي او په پاکستاني پاسپورټ لیکل شوي چې د دې پاسپورت درلودونکی له اسرائیل پرته هر هېواد ته سفر کولای شي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې هم د پاکستان له لوري په غير مستقيم ډول له اسرائيلو سره د نظامي مرستې راپورونه خپاره شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version