ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۱۰/۱۴ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال د ۱۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۲ زره ټنه انځر بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.

۲_امنیتي ځواکونو ننګرهار کې یو تن د خپلې مېرمنې د وژنې په تور نیولی.

۳_د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: لغمان کې ٢۴۴ بېلابېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

۴_د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته په سفر تللی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستان کې د افغانستان او بنګله دېش استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخيزو همکاريو خبرې کړي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د سوریې د انتقالي حکومت مشر د اذربایجان له ولسمشر سره کتلي.

۲_د چين او امريکا اقتصادي جګړه؛ چين پر امريکايي وارداتو خپلې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې‌ ته پورته کړې.

۳_سعودي عربستان: له غزې څخه د فلسطینیانو له ایستلو سره په کلکه مخالف یو او دا راته د منلو نه ده.

۴_له امريکايي ځواکونو سره امريکا ته تللي څه باندې ۱۴ زره افغانان ښايي له دغه هېواده و اېستل شي.

۵_سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو په بریدونو کې ۷۲ تنو ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۶_اردوغان: اسرائيل يو ترهګر هېواد دی، نړيوال قوانين تر پښو لاندې کوي او نسل وژنې ته دوام ورکوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version