ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۱۰/۱۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_کورنیو چارو وزارت: ‏هرات کې پولیسو له یو کور غلا شوي ۳۰ میلیونه افغانۍ او دوه کیلو ګرامه سره زر موندلي.

۲_امنیتي ځواکونو کندوز کې د سپکو او درنو وسلو لسګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړي.

۳_د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.

۴_عبدالطیف نظري: سوداګر او پانګه‌وال دې په دې حساسو شرایطو کې د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ دې وکړي.

۵_‏بلخ کې د میراث او ځمکې په سر راپورته شوې دوه شخړې حل شوې.

۶_ارګ: اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتېژۍ مسوده تائید کړه.

۷_امنیتي ځواکونو خوست کې د نشه‌یي توکو یو قاچاقچي له وسلو او مهماتو سره نیولی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_قلعه سیف الله کې د پاکستاني طالبانو په یو هدفي برید کې پولیس سرتېری اسحاق خان هلاک شوی.

۲_بلوچستان کې پر پوځي مرکز د بلوڅ بېلتون پالو برید؛ ۱۴ پوځیان هلاک شوي.

۳_بلوچستان کې د پولیسو پر بس موټر بم برید؛ درې پولیس هلاک او ۱۹ نور ټپیان دي.

۴_باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید درنه مرګ‌ژوبله اړولې.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_سعودي عربستان پلان لري پر سوریې د نړيوال بانک پاتې پورونه پرې کړي.

۲_زیلینسکي: ټرمپ دې له روسیې سره تر هوکړې مخکې یو ځل اوکراین وویني.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version