ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۱/۲ ھ ق.
– [ ] افغانستان:
۱_ارزګان کې د ۲۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژه پرانیستل شوه.
۲_په میدان وردګ ولایت کې د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.
۳_د عامې روغتیا وزير مولوي نور جلال جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته زرګونه میټریک ټنه بې کيفيته او تاريخ تېره توکي راوارد کړي.
۴_د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبينو کندوز کې څلور مسلکي کوډګر نیولي.
– [ ] سیمه:
۱_د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار هند ته: چين او ترکيه زموږ ترڅنګ ولاړ دي او د لوټې ځواب به په تیږه درکوو.
۲_د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاءلله تارړ: هند به راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پر پاکستان برید وکړي.
۳_هندي الوتکو د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې ګزمې کړي.
۴_پښتونخوا کې مرګوني وسلهوال بریدونه؛ د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی، قیوم خان وژل شوی.
۵_خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ بدې ورځې؛ پاکستاني طالبانو ترې څلور تنه ژوندي بیولي.
– [ ] نړۍ:
۱_سويډن کې د ډزو پېښه؛ درې تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
۲_د سوډان د سیاسي شوری رئیس: چټک ملاتړ ملېشې د سولې او امنیت لپاره ګواښ دي؛ له نړیوالې ټولنې غواړو چې دغه ملېشې د ترهګرو په توګه وپېژني.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.