ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۱۱/۵ ھ ق.

– [ ] افغانستان:
۱_پاکستان کې افغان سفارت د افغان کډوالو د ملکيتونو ستونزو ته رسېدنه کوي.

۲_د پرځېدلي جمهوريت د پارلمان وکيل او د‌ جمعيت ګوند د غړي ملا عزت له لوري غصب شوې ۳۵۲ جريبه ځمکه بېرته راوګرځول شوه.

۳_اطلاعاتو او کلتور وزارت: ټولې هغه رسنۍ چې د اسلامي شريعت په رڼا کې مسؤلانه‌ نشرات کوي ملاتړ یې کوو.

۴_د هېواد د برېښنا تامين له خوب او خيال تر واقعيته؛ بلخ کې د ۲۸ ميليونه ډالرو په لګښت د لمريزې‌ برېښنا جوړولو پروژې چارې پيل شوې.

۵_اقتصادي معاونیت: تېرکال د ۶۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې.

– [ ] سیمه:
۱_د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره میاشت مو په ۲۱۳ بریدونو کې څه باندې ۳۰۰ پاکستاني امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

۲_شهباز شريف: عربي هېوادونه دې د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې مخه ونيسي.

۳_د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف: هند د سند طاس‌ اوبو تړون په ماتولو سره پاکستان سره د جګړې اعلان کړی.

۴_ولس ته د پاکستاني طالبانو پيغام: حکومت او استخباراتي ادارې کورنۍ جګړې ته لمن وهي او د هرې بې ثباتۍ او بد امنۍ تر شاه د همدوی لاسونه دي.

– [ ] نړۍ:
۱_پر سوریې د اسرائیلي رژیم بریدونه؛ د پلازمېنې په ګډون څو ښارونو کې پوځي اهداف په نښه شوي.

۲_ختیځه افریقا کې د القاعدې تنظیم پوځي څانګې په درې جلا بریدونو کې ۲۱ ملېشې او پوځیان وژلي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version