ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۱/۱۶ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_ارګ: د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی به سبا چهارشنبه تاتارستان ته سفر وکړي.

۲_د سرپرست حکومت مشرتابه د ښاري طرحو په تړاو فرمان صادر کړی.

۳_پخواني متقاعد جنرالان د سوداګري وزارت له مرستیال سره په کتنه کې؛ ا.ا د افغانانو د هوساینې لپاره ژمن او په سیمه کې یو متحد حکومت دی.

۴_ايران د افغانستان د اوسپنې په کانونو ميلياردونه ډالره پانګونه کوي.

۵_بهرنیو چارو وزارت: په افغانستان کې د بشپړ امنیت او غوره اقتصاد په تړاؤ د امریکا د وروستۍ اعلامیې هرکلی کوو.

۶_د ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ يو پلاوی د کاسا‌زر پروژې په ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روان شو.

۷_جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه شخړه حل شوه.

۸_‏پروان کې د یوه سوداګر سلګونه زره غلا شوې نغدي پیسې بیرته ور وسپارل شوې.

۹_امنيتي ځواکونو خوست کې د يوې انجلۍ د اجباري نکاح په تور درې تنه نيولي.

۱۰_مولوي محمد یعقوب مجاهد: د ولس د امنیت ساتنه د ټولو مسؤلینو شرعي وجیبه ده چې باید په اخلاص ترسره شي.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_غزه کې د یوه بل خونړي سهار پیل؛ اسرائیلي رژیم په تازه جنایت کې څه باندې ۵۰ فلسطینیان شهیدان کړي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_سعودي ته د ټرمپ د سفر قيمت؛ محمد بن سلمان امريکا کې د ۶۰۰ ميليارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version