ورځ او نېټه: یکشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۱۸ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د امربالمعروف محتسبینو هغه کس نیولی چې له يوه چینايي سیلاني سره یې غیر مناسب چلند ترسره کړی وو.
۲_د جرمونو پر وړاندې د پولیس ځواکونو چټک اقدامات؛ ننګرهار کې ۳۶۴ تنه نیول شوي.
۳_ستره محکمه: بدخشان کې د دوه قومونو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
- [ ] سیمه:
۱_د اسرائیلي رژیم تازه بریدونو ته د ایران غبرګون؛ په څو شېبو کې به پر اسرائیلو ویجاړوونکي بریدونه پیل شي.
۲_د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د تړل کېدو اوازې رد شوې.
۳_د ايران د نفتو وزارت: د اصفهان د نفتو د تصفيې فابريکه نه ده تخريب او د سونتوکو تولید او تأمين روان دی.
۴_له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو نوی پړاو پیل شو.
۵_تسنیم خبري اژانس: د ایران په تازه توغندیزو بریدونو کې د نتنیاهو کور په نښه شوی.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_اسرائیلي رژیم پر ایران د هوایي بریدونو نوی پړاو پیل کړ.
۲_د ايران د تېرې شپې بريدونو کې ۹ اسرائيليان وژل شوي او تر ۲۴۰ ډېر ټپيان دي.
- [ ] نړۍ:
۱_ټرمپ: د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه باید پای ومومي.
۲_د یمن حوثیان: د غزې په ننګه مو اشغال شوي فلسطین کې اسرائیلي اهداف په نښه کړل.
۳_هند کې د الوتکې لوېدو پېښه کې اووه کسان مړه شوي.
۴_د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پزشکيان سره په خبرو کې: سعودي د اسرائيلو پر وړاندې د ايران او ټول اسلامي امت ترڅنګ کلک ولاړ دی.
۵_د مصر حکومت پنځه تنه د یوې ترهګرې ډلې د جوړولو په تور په عمري بند محکوم کړل.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.