ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د پروان او پنجشېر په امنیتي حوزو کې جذب شوي ۶۶۱ پولیس له مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

۲_د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د قطر سرې میاشتې له استازي سره کتلي.

۳_د اوبو او انرژۍ متخصص نظيم سمون: د نن سبا جګړو کې ټوله اتکا په مصنوعي ځيرکتیا سمبالو وسلو ده چې دقت او ګوزار یې فوق العاده او انساني مصرف یې کم دی.

۴_ترکمنستان له افغانستان سره خپلې ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي.

۵_د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په توګه پلوري.

۶_پکتيا کې له يو تن حرفوي سوالګر سره څه باندې ۲۲۰ زره افغانۍ نيول شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ایران پوځ: که امريکا یې پر هېواد د برید لپاره له سيمه‌يیزو هډو کار واخلي، ټولې به له خاورو سره خاورې کړي.

۲_د انټرنشنل خبريال تاج‌الدين‌ سروش: ايران د اسرائيلو پر وړاندې له ډېرو تبليغاتو او رواني جګړې کار اخلي چې دا منصفانه نه ده.

۳_ایران د اسرائیلي رژیم F-35 جنګي الوتکه نسکوره کړې.

۴_د ايران مذهبي مشر علي خامنه‌ای ټرمپ ته: له ګواښونو مو نه ډارېږو، په موږ يرغل به نه جبرانېدونکی زيان درواړوي.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_واشنګټن پوسټ: اسرائیل د امریکا له ملاتړ پرته یواځې د ۱۲ ورځو لپاره د توغندیو د شنډولو وړتیا لري.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_روسیې د ایران او اسرائیلي رژیم ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.

۲_روسيه: امريکا دې اسرائيلو سره مستقيمه نظامي مرسته څه چې حتی فکر هم نه کوي، کنه پايله به یې خطرناکه وي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version