د هندوکشغږ له خوا د مقاومت جبهې او موساد ترمنځ د ژورو اړیکو او تازه لیدنو کتنو په اړه د راپور له خپراوي یوه ورځ وروسته ایراني پولیسو د دغه هېواد په «ری» ښار کې یو افغان «موساد» ته د جاسوسۍ په تور ونیوه.
د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې نیول شوی افغان د لېسانس دورې محصل دی او په ګرځنده ټلیفون کې یې د ډرون او بمب جوړولو اړوند فایلونه هم موندل شوي، چې د ایران په روانه جګړه کې یې ترې استفاده کوله.
تېره ورځ (سهشنبه، د غبرګولي ۲۸مه) د مقاومت جبهې لهمنځه باوري سرچینو هندوکشغږ ته راپور ورکړی و، چې د دغې جبهې چارواکي د صهیونیستي رژیم د بهرني استخباراتو ادارې (موساد) سره په ترکیه او فرانسه پر لیدنو بوخت دي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، د موساد افسرانو د دغې جبهې له جاسوسانو غوښتي چې په ايران کې د شته نفوذ او له ايراني حکومت سره له روابطو څخه په استفادې د مهمو ايراني چارواکو د ځايونو او د بدلون په اړه معلومات او له اسرائیلي بريدونو وروسته له زیانمنو سیمو څخه د انځورونو د راټولولو غوښتنه کړې ده.
لا معلومه نهده، چې نیول شوی افغان د مقاومت جبهې د رهبرۍ (احمد مسعود) او نورو چارواکو سره تر کومې کچې روابط لري؛ خو په دې اړه د هندوکشغږ څېړنې ښيي چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې د احمد مسعود او یاسین ضیاء په ګټه د افغان سرپرست حکومت پر ضد منظم نشرات کول او مستعار اکونټونه یې درلودل.
له بل لوري د سياسي چارو شنونکي سيد بلال احمد فاطمي هم له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، چې ايران کې اسرائيلو ته د جاسوسۍ په تور نیول کېدونکي افغانان په سرپرست حکومت پورې اړوند نه؛ بلکې د تېر پرځېدلي جمهوريت نظاميان او استخباراتي کارکوونکي دي، چې موساد جذب کړي او خپله ګټه ترې اخلي.
پر دې سربېره عام باور او ډېری موثقې موندنې ښیي، چې ايران کې اسرائیلو ته د جاسوسۍ لپاره د افغانانو جذب د مقاومت جبهې او اسرائيلي استخباراتو سره د اشنا څهرې احمد مسعود له لوري کېږي او غواړي په دې کار سره ځان اسرائيلو ته وفادار وښيي او مرسته ترې وغواړي.