ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۷/۲/۴ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_تورخم بندر کې له پاکستان راقاچاق کېدونکې شپږ زره نشه يي ګولۍ نيول شوي.

۲_د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: محتسبینو غزنې کې دوه مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې.

۳_مسکو کې د افغانستان سفیر یورایشیا فضایي کانګرس کې ګډون کړی.

۴_د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لاسته راوړنې؛ تېر کال څه باندې ۲.۴ ميليونه برښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي.

۵_د سږ کال په اتمه بولۍ کې د پنجشېر څه باندې ۳ زره قيراطه زمرد وپلورل شول.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ايران امنيت وزارت وایي د امريکا په لاس جوړه شوې د حاکم نظام نسکورولو پراخه توطيه یې شنډه کړې.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_امریکا کې په دوه جلا وسله‌والو بریدونو کې اووه کسان وژل شوي.

۲_چين کې سېلابونو په درانه مالي زيان سربېره لسګونه کسان مړه کړي.

۳_د يهودو او عيسويانو خپلمنځي کړکېچ؛ ايټاليا په سخت دريځه يهوديانو بنديزونه لګوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version