ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۲/۱۲ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت: افغانستان له قرغزستان سره د ټرانسپورټ او ټرانزیټ برخو کې همکاریو ته پراختیا ورکوي.
۲_شاه محمود مياخېل: هغوی (د جمهوریت چارواکو) خپلې ستونزې نه منلې، په کاذب غرور کې قید و، د انکار حالت پرې غالب و او بهرنیان به یې د ستونزو حل کوونکي ګڼل.
۳_بدخشان کې درې وسلوال غله له شل میليونه غلا کړیو افغانیو سره نیول شوي.
۴_د امنيتي او تصفيوي کميسيون نوبتي غونډه کې د اقتصادي پروژو پر خونديتوب ټينګار شوی.
- [ ] سیمه:
۱_ايران د مهدي اصغرزاده په نوم يو داعشي اعدام کړ.
۲_فایننشیل ټایمز: د ایران د اټومي چارو کارپوهانو یوې ډلې په پټه روسیې ته سفر کړی.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ د قومندې او کنټرول پر مرکز برید کړی.
۲_د لبنان دولت او حزب الله ترمنځ د وسلو تسليمولو پر سر ناندرۍ روانې دي.
۳_اسرائيلي رژيم په بېلابېلو بهانو غزې ته د تلونکو مرستو مخنيوی کوي.
- [ ] نړۍ:
۱_امریکا کې د الوتکې لوېدو پېښه کې څلور تنه مړه شوي.
۲_ټرمپ: ښایي جې ډي وېنس په راتلونکو ټاکنو کې نوماند او د ده ځای ناستی شی.
۳_د القاعدې پوځي څانګې موګادیشو کې پر سومالیایي ځواکونو برید کړی.
۴_ناروی، سويډن او ډنمارک اوکراين سره سلګونه میلیونه ډالر مرسته کوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.