ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۴/۱۲ ھ.ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د کابينې اتمه غونډه: هېواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوی کېږي.

۲_د هېواد وچکالۍ ځپلو سيمو ته د څښاک اوبو پر رسولو خبرې شوې دي.

۳_بلخ کې ۳۰ زره کورنيو ته د روغتايي خدماتو رسولو لپاره يو روغتايي مرکز جوړېږي.

۴_پکتيا کې د ۱۴۵ شنو خونو جوړولو چارې پيل شوې.

۵_نيمروز کې يو مشهور انسان تښتوونکی نیول شوی.

۶_پنجشېر کې د څه باندې ۱۰۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول.

  • [ ] سیمه:
    ۱_اروپايي ټولنې پر ايران نوي بنديزونه لګولي.

۲_د بلوچستان ایالت تربت سیمه کې د پوځ پر موټر بمي چاودنه شوې.

۳د قزاقستان په الماتا ښار کې افغانقزاق نندارتون جوړېږي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_فاتح اربکان: اذربایجان د ترکیې له لارې اسرائیل ته تېل لېږدوي.

۲_اسرائيلو په تېرو درې اوونيو کې د سل ماشومانو په ګډون ۲۳۰۰ لبناني وګړي وژلي.

۳_آلمان اسرائیلو ته د وسلو د ورکړې لړۍ بنده کړه.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د هند او کاناډا ترينګلې اړيکې؛ هند له کاناډا څخه خپل سفير وربللی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version