ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۴/۱۵ ھ.ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_غور کې د داعش ډلې يو مهم ګروپ له منځه وړل شوی.

۲_د افغان – قزاق دویم نندارتون په الماتا ښار کې پرانیستل شو.

۳_چین بامیانو کې د ۲۰ مېګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژې چارې پیلوي.

۴_د اطلاعاتو او کلتور وزارت او يوناما مسؤلينو د افغانستان د کلتوري او فرهنګي اثارو په خونديتوب خبرې کړي.

۵_کندهار کې د سنو فارما فابريکه د درملو تولید ۱۱۷ رقمه ته لوړوي.

۶_د افغانستان د شیعه عالمانو شوری د یحیی السنوار د شهادت په اړه غبرګون ښودلی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بلوڅ بېلتون پالو د پاکستاني پوځيانو پر کاروان برید کړی.

۲_د پاکستان حکومت دوه مخالف ګوندونو د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر له ګوند سره بيعت کړی.

۳_ایراني چارواکي: ایران د جګړې لپاره بېړه نه لري، خو لېونیانو ته به د خپلو اعمالو سزاء حتمي ورکوي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د حزب الله د استخباراتو مشر د اسرائيلو په بريد کې وژل شوی.

۲_د یحیی السنوار له شهادت وروسته د منځني ختیځ خلک پر خپلو حکومتونو بې باوره شوي دي.

۳_د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله ۴٠٠ زره تنه سوریې ته کډوال شوي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د يمن د بهرنيو چارو وزير: که امريکا د يمن په الحديدة بريد وکړ نو ويتنام به یې هېر شي.

۲_ټرمپ: چين ځکه زما احترام کوي چې هغوی پوهېږي زه لېونی يم.

۳_زیلېنسکي: شمالي کوریا روسیې ته د تجهیزاتو ترڅنګ عسکر هم استولي.

۴_د القاعده وسله‌والو د نیجر په اغادیز کې د پوځ پر مرکز برید کړی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version