ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۵ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_مطیع‌الحق خالص: اقلیمي بدلون بشري موضوع ده، باید سیاسي نه‌شي.

۲_فطرت: د امریکا راتلونکی ولسشمر باید د افغانستان په اړه مثبت او واقع‌بینانه سیاست غوره کړي.

۳_کډوالو چارو وزارت: د ژمي تر راتګ مخکې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدوو.

۴_د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم يو لړ تازه ټاکنې شوې دي.

۵_خوست امنیه قومندانۍ: پولیسو یوتن د شاوخوا ۶۰۰ زره روپیو د غلا په تور نیولی دی.

۶_روان کال د کانونو په برخه کې د يو ميليارد او ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت درې لوی تړونونه لاسليک شوي.

۷_د ملي تدارکاتو کمیسون له جوړېدو راهیسې د ۸۰ ملیارده افغانیو په ارزښت ۲۹۰ پروژې منظورې شوي دي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_ایران له غرب سره د خپلو کړکېچونو په اوج کې نن سهار خپلې دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې.

۲_روسیې روان کال د اوکراين جګړه کې جنګېدونکو څه باندې ۳ زره بهرنيو وګړو ته تابعيت ورکړی.

۳_د پاکستان پارلمان د لوی درستیز کاري موده چې پخوا درې کاله وه، پنځو کالونو ته لوړه کړله.

۴_بلوڅ وسله والو د بلوچستان په کولواه سيمه کې شپږ پاکستاني پوځيان وژلي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_اسرائيل له جګړې د تېښتې په حال کې؛ حماس غورځنګ ته یې د ميليونونو ډالرو وړانديز کړی.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_نیویارک ټایمز: ‏امریکایان په دې انتخاباتو کې اندېښمن او ‌‌‌‌‌‌ډارېدلي دي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version