ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_تېره اونۍ د افغانستان له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې کيفيته تېل بېرته ايران ته استول شوي.

۲_تېره میاشت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت او مسترد شوې ده.

۳_سنډې ګارډين ورځپاڼه: ټاکل شوې د هند حکومت ممبۍ کې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي قونسل ته رسميت ورکړي.

۴_مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت دا مهال له هېواده بهر ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره مخ په لوړېدو ده.

۵_شیخ محمد خالد حنفي: له خلکو سره ښه چلند او د هغوی شخصي حریم ته درناوی زمونږ لومړیتوب دی.

۶_یو جرمني سیاستوال د افغانستان خلکو ته د سپکاوي په تور ۱۸ زره یورو جریمه شوی.

۷_د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پلاوی اذربایجان ته تللی.

۸_زابل ولایت کې د يوې ۱۲ کلنې انجلۍ د جبري ودېدو مخه نيول شوې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د پاکستاني طالبانو غورځنګ یو پوځي جاسوس د هدفي برید په ترڅ کې وژلی.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_حماس له قطر څخه د یاد غورځنګ د سیاسي استازو د ویستلو خبر رد کړی.

۲_پر غزې د اسرائيلو د يرغل ۴۰۰ ورځې؛ څه باندې ۵۵ زره عام فلسطينيان وژل شوي او لادرکه‌ دي.

۳_غزه کې د قسام ځواکونو په برید کې ۱۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د سوریې په دیرالزور ښار کې مېشت امریکایي پوځي مرکز کې زوروره چاودنه رامنځته شوې.

۲_د هنګري لومړی وزیر: اروپا په یواځې ځان د اوکراین د جګړې ملاتړ نشي کولی.

۳_مسکو او پيونګ يانګ په رسمي ډول د دوه اړخيزه دفاعي همکاريو تړون لاسليک کړ.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version