نړيوالو رسنيو خبر ورکړى چې روسيې او شمالي کوريا د ستراتيژيکو همکاريو په دوام، یو دوه‌اړخیزه تړون لاسلیک کړی دی. 

رویټرز خبري اژانس پرون (شنبې، اکتوبر ۱۹مه) راپور ورکړ چې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو فرمان صادر کړ او د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون یې په رسمي توګه لاسلیک کړی دی.

د لاسلیک شوي تړون له مخې، روسیې او شمالي کوریا ژمنه کړې چې د وسله وال برید په صورت کې به د یو بل سره مرسته کوي.

رویټرز دا هم ویلي چې دا تړون به د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ نږدې اړیکې رامنځته کړي.

د اوکراین د جګړې په اړه وروستي راپورونه ښيي چې شمالي کوریا له روسیې سره د مرستې لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته زرګونه سرتېري استولي او د اوکراین ولسمشر د هغوی شمېر ۱۱ زره اعلان کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version