ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د پنجشېر په حصه اول ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې کتاب د ازموينې پايلې اعلان شوې.

۲_روان کال له ترکیې سره د ۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې.

۳_ملا برادر اخوند: پر ځان بسيا افغانستان د سيمې او نړۍ په ګټه دی.

۴_ماليې وزارت: تېره اوونۍ هېواد ته د ۴۶ زره کيلو ګرامه قاچاقي توکو د واردېدو مخنيوی شوی.

۵_د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره مياشت د شاوخوا د ۲۳۴ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بنو کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکز د وسله‌والو په برید کې ۱۱ پاکستاني عسکر وژل شوي.

۲_د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ د وسله‌والو په بریدونو کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_امریکا د اسرائیلو په ننګه د حماس اسلامي غورځنګ پر شپږو چارواکو نوي بندیزونه ولګول.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_سويډن کې د‌ روسیې له لوري د جګړې او احتمالي برید په اړه د لارښوونې بروشرې وېشل شوي.

۲_کيم جونګ اون خپل پوځ ته: خپلې وړتياوې لوړې کړئ او تل د جګړې لپاره چمتو اوسئ.

۳_د لبنان او اسرائيلو ترمنځ د اوربند لپاره د امريکا ځانګړی استازی بيروت ته تللی.

۴_د روسیې او اوکراین تر منځ د کړکېچونو په اوج کې امریکا اوکراین ته د پرسونل ضد ماینونو د ورکړې خبر ورکړی.

۵_اوکراين کې د امريکا سفارت د روسیې د بريد له ډاره وتړل شو.

۶_زیلینسکي: که امریکا خپلې مرستې بندې کړي نو ډېر ژر به له ماتې سره مخ شو.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version