ورځ او نېټه: ۱۴۴۶/۲/۱۱ ھ ق.

– [ ] افغانستان:

۱_د اسد ۲۴مه د امن په فضاء کې ټول ولس ولمانځله.

۲_تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.

۳_د امنيتي وضعيت ارزونه؛ کورنيو چارو وزارت وايي د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ۹۰ سلنه امنيتي پېښې کمې شوي.

۴_استانا ټايمز: د افغان ټرانس پټلۍ د جوړېدو لومړنۍ هوکړه شوې ده.

۵_کابل کې د دوو فرعي سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

۶_کابل د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو لپاره د اذربايجان او ازبکستان کوربه دی.

۷_د هرات د ترافیکو مدیریت ۱۷۲ میلیونو څخه زیات عواید راټول کړي.

۸_د کانونو او پټرولیم سرپرست د نیمروز له والي سره کتلي.

-[ ] سيمه:

۱_امریکا پر اسرائیلو د ۲۰ ميليارده ډالرو وسلې پلوري.

۲_امریکا او قطر خبرداری ورکړی چې د غزې د اوربند خبرې مه کمزورې کوئ.

-[ ] نړۍ:

۱-اردوغان: ملګري ملتونه خپله دنده نه شي ترسره کولی، باید اساسي بدلونونه په کې رامنځته شي.

-[ ] مرکزي آسيا:

۱_روسیه کې د میشتو افغانانو سره د ازادۍ ورځ نمانځل شوې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version