ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۵/۲۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_هېواد کې د لومړي ځل لپاره پلټونکو ادارو او د مسلکي زده‌کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو بهیر پیل شو.

۲_افغان ځانګړو ځواکونو پاکستان ته د لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کړی.

۳_‏افغانستان ته له چین څخه د رېل پټلۍ له لارې د وارداتي توکو لومړۍ محموله را ورسېده.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د پاکستان طالبانو غورځنګ: کورمه کې پر عامو وګړو بريد غندو او دا ډول کارونه پوځ د خپل موخو لپاره کوي.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_اسرائیلي پوځ کې د رواني ناروغیو څپه؛ تېرو څو میاشتو کې یې شپږ تنو پوځیانو ځان‌وژنې کړي.

۲_له تېر یو کال را په دېخوا منځني ختیځ کې پر امریکایي پوځیانو تر ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي.

۳_اسرائيل وايي د حزب الله لوړپوړی چارواکی طلال حاميه یې وژلی.

۴_د عراق حکومت له وزيرانو نيولې تر عادي کارمندانو خپل يو فيصد معاش غزې او لبنان ته ورکوي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_ترکي پوليسو شاخوا ۶۰ تنه افغان کډوال او ۴ قاچاقبران نيولي.

۲_پوتين وايي د اوکراين جګړه ښايي په يوه نړيواله جګړه بدله شي.

۳_د انګلستان لومړی وزير: که نتنياهو انګلستان ته راشي موږ یې نيسو.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version