ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۵/۲۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_نورالدین عزیزي: ترکیه کې مېشت افغان سوداګر دې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

۲_متحده عربي‌ اماراتو کې افغان سفير د ياد هېواد د دولت له ريیس سره کتلي.

۳_اقتصادي معاونیت: د سټنډرډ عالي شورا له لوري بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول.

۴_امنیتي ځواکونو پروان کې لسګونه میله غیرې قانوني وسلې او تحهیزات نیولي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_له تېرو ۵۰ ورځو راهیسې د غزې ښار پر شمالي سیمو د اسرائیلو په بریدونو کې لس زره کسان ټپیان شوي.

۲_تحرير الشام په نيول شويو سيمو کې خپل پوليس ځای پرځای کړي.

۳_ د سوريې حلب ښار ته د بشارالاسد د حکومت مخالف وسله‌وال ننوتل

۴_سوريه کې د بشارالاسد د رژيم ضد وسله‌والو ځواکونو حلب ښار ته په ننوتلو سل ميليونه د سوریې پيسې نيولې دي.

۵_ د سوریې په حلب ښار کې د حکومت مخالفو وسله‌والو ځواکونو د یاد ښار مرکزي زندان مات کړی.

۶_په يوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د سوریې په حلب ښار کې ځايي اوسېدونکي د تحرير الشام ځواکونو هرکلی کوي او ښه راغلاست ته یې لويو لارو او سرکونو ته راوتلي.

۷_د حلب د جوماتونو له لاوډسپيکرونو ياد ښار ته د تحريرالشام ځواکونو د ننوتلو زېري خپرېږي، او خلکو ته ډاډ ورکوي چې ونه ډار شي.

۸_په سوریه کې د حلب دوار الباسر سيمه د بشارالاسد د رژیم ضد وسله‌والو ځواکونو(تحرير الشام) تر کنترول لاندې راغله او په بشپړه توګه یې دا سیمه ونیوله.

۹_د سوریې د حلب ښار «امن السياسي» ودانۍ د بشارالاسد رژیم ضد وسله‌والو ځواکونو(تحرير الشام) تر کنترول لاندې راغله او په بشپړه توګه یې دا ودانۍ هم ونیوله.

۱۰_په ټولنيزو رسنيو کې په يوې نشر سوي ويډيو کې د سوریې د حلب ښار د «سلطان مراد» سیمه ښکاري چېرته چې د تحرير الشام ځواکونه رسېدلي دي او هغه سیمه یې د بشارالاسد رژیم څخه پاکه کړې ده.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې د عامو خلکو له لوري د تحرير الشام ځواکونه استقبال شوي دي او د خوشحالۍ ډزې کوي.

۱۱_ سوريه کې د تحرير الشام ځواکونو له لوري د بې شمېره پرمختګونو او سيمو نيولو وروسته په ويډيو کې ښکاري چې يو ډله ځواکونه چېرته راټول شوي او د سپين بيرغ په رپولو سره خپله بريا لمانځي.

۱۲_د سوریې له حلب ښار څخه د بشارالاسد د ځواکونو شاتګ؛ ویډیو کې د دغو ځواکونو زرهي وسایط لیدل کېږي چې له سیمې د وتلو په حال کې دي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_پوتين: افغان حکومت سره اړيکې لا پراخوو.

۲_د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر او پخواني دفاع وزیر د نیولو پر حکم بیا کتنه رد کړې.

۳_پوتين د غچ په لټه کې؛ وايي په روسیې د لوېديځ له لوري د جوړو شويو وسلو بريدونه بې ځوابه نه پاتې کېږي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version